امنیت

درې تنه د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په تور د ملي امنيت دموظفينو له خوا په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر د کب لسمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په هلمندکې د څو ځانمرګو او تروريستي بريدونو مخه ونيوله.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
دغه تروريستي بريدونه له هيوادڅخه بهرله يوه کرولا ډوله موټر او په چاوديدونکو توکوبار له دريو موټرسايکلونو او له څلورو واسکټونوڅخه په استفادې سره د څو ځانمرګو او تروريستي بريدونو د ترسره  کولو او د څو پروګرامونو په طرحه کولو سره پلان شوى و چې دجمهوري رياست دانتخاباتي مبارزو په بهيرکې دهلمند ولايت دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې په مهمو دولتي تاسيساتو دبريد پلان برابر شوى و.
درې تنه ډار اچوونکي مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسيږي؛ د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته