امنیت

ايران ته دنشه يي توکو دانډيو دقاچاقو مخنيوي .

کابل باختر د کب  دولسمه :
ايران ته دنشه يي توکو دانډيو دقاچاقو مخه ونيول شوه .
څه ناڅه پنځوس کيلوګرامه چرس او اپين چې ايران ته دقاچاقو په نيت په يوه موټر کې بارکړى شوي وو دګلران ولسوالۍ دالياس کاريز په سيمه کې دسرحدي پوليسو په عملياتو کې کشف اوضبط  کړى شول .
په هرات ولايت کې دسرحدي پوليسو يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه توکي دسرحدي پوليسو دپنځمې  لوا ددريم کندک دپرسونل دګزمې په بهير کې  کشف شوي دي چې څلور څلويښت کيلوګرامه چرس او اته کيلوګرامه اپين پکې دي .
ويل کيږي چې يوکلاشينکوف  او يوه مخابره هم کشف او دوه تنه قاچاق وړونکي نيول شوي دي .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى او دتورنوکسانو دوسيې  دراتلوونکو اجرااتو په موخه عدلي اوقضايي  ارګانونو ته سپارلې  شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته