سیاست

په کابل ښار کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر د زمري ٢٧ مه په ژورې خواشینۍ سره زموږ یو شمېر هېوادوال چې د واده په مراسمو کې راټول شوي وو او خپله خوښي یې نمانځله، په یوه تروریستي برید کې په نښه شول او یوشمېر یې شهیدان او ټپیان شول. دا تروریستي برید دعامو هېوادوالو د خوښۍ پر مراسمو شوی چې هیڅ ډول نظامي او دولتي هدف په کې، نه و. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس د افغانستان د دښمنانودغه ډارن عمل په سختو ټکو وغانده او دا یې د بشريت او انسانیت پر ضد لوی او فجیع عمل وباله او ويې ویل: د خوښۍ پر مراسمو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کې زموږ پر خلکو برید د دې ښودنه کوي چې یوې تروریستي ډلې زموږ د بې ګناه خلکو وژلو ته ملا تړلې ده. جمهور ريیس زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلي پاتې نشي، بلکې د عاملینو په تعقیب او محکومیت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي. جمهور ريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د يادې دردوونکې پېښې هر اړخیزه څېړنه او ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسیدګي وکړي. د هېواد جمهور ريیس وویل، طالبان د برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت د زمینې برابرونکي دي. جمهور ريیس په ټینګار سره وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له جنایتکارو تروریستانو څخه د بې ګناه هېوادوالو د هر څاڅکي وینې غچ اخلي او د مشروع قوې په استعمال به هغوی د هېواد په هره څنډه کې سخت وځپي. هغه همدا راز د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د برید د عاملینو د تعقیب او ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. د دغه بشریت ضد جنایت له امله د هېواد جمهور ريیس د نن ورځې لپاره خپل ټول کمپایني پروګرامونه لغوه کړل او په پام کې ده چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې امنیتي غونډه رهبري کړي. جمهور ريیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ډاډګېرنې او ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي. پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته