امنیت

٥٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د کب اوومه :
٥٠ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي  او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٢ تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات  دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کونړ ،  پکتيا ، لوګر  ، غزني ، فراه ، فارياب ، تخار ، بلخ ، بغلان ، نيمروز او دهلمندپه ولايتونوکې ترسره شول
دغزني ولايت دګيرو او اب بند په ولسو اليو کې  ١٩ تنه تروريستان ووژل  شول  ٢٣ تنه ټپيان  يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه تللي دي اود دښمن درې موټرسايکلونه  ترلاسه شوي دي، دفارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې  ١٦ تنه ډاراچوونکي وژل شوي اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي او دهلمند ولايت  په ګرمسير  ولسوالۍ کې  ٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددښمن يوسنګر له منځه تللى دى .
ديوبل خبرله مخې، دملي دفاع وزارت دننګرهار او کونړ په ولايتونو کې  دامنيتي  او دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو ددوام خبرورکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته