سیاستخبرونهTOP

ميدل ايست آى: شکنجه او ځورونه هغه شوم ميراث دى، چې د امريکا جمهور رئيسانو نسل په نسل ساتلې ده

 کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر

په داسې حال کې چې  د بشر د حقوقو ملاتړو بنسټونو او نړيوالو رسنيو په افغانستان کې د بريټانيايي ځواکونو هغه ناوړه عملونه چې ترسره کړي يې و، د خبرو محور ګرځولى، يوې بلې لوېديځې رسنۍ د امريکايي ځواکونو جنايتونه او د بنديانو ځورونه چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سيمو کې ترسره کړي څېړلي دي.

د «ميدل ايست آى» خبري آژانس ( امريکايي ځورونه د افغانستان له بګرام څخه د کيوبا تر ګوانتانامو پورې) ترعنوان لاندې په يوه رپوټ کې ځورونه په نړۍ کې د امريکائيانو د يو ناوړه ميراث په توګه بللى دى.

دغه خبري آژانس ادعا کړې، چې تر جورج بوش او جوبايډن پورې ټول امريکايي مشران په دغه شان انساني او بشري ضد کمپاين کې لاس درلود خو تل يې د خپلو ځواکونو دغه شان جنايت پټ کړی او يا يې ورڅخه انکار کړى دى.

دغې لوېديځې رسنۍ ويلي، سره له دې چې امريکايي او د لوېديځو هېوادونو ځواکونو د خپلو دښمنانو ځورونه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره يوه وسيله بللې او تل د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په دغه کار لاس پورې کړى، خو ادعا کوي چې امريکا په داسې يو موقعيت کې ده چې بايد نور هېوادونه د ځورونې د استفادې او د بشري حقونو د سرغړونې په دليل مجازات کړي.

ميدل ايست آى ټينګار کوي چې د امريکايانو او د نړۍ د نورو ملتونو پرخلاف د امريکا د دولتونو له لوري سيستماتيکه ځورونه په امريکا کې د حکومتوالۍ د ارزښتونو او د دغه هېواد د نړيوالې سلطې د ساتنې په تعريف بدل شوى دى.

ميدل ايست آى په دې اړه ليکي: (څو ورځې وړاندې  په نړۍ کې د ځورونې قربانيانو د ملاتړ د نړيوالې ورځې په درناوي د امريکا جمهوررئيس جوبايډن او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويناوې صادرې کړې او په هغه کې يې ځورونه غندلې او ژمنه يې کړې، چې د دې پديدې د له منځه وړلو لپاره هرڅه چې په توان کې لري ترسره کوي.)

خو بيا هم بايد پوه شو، چې  امريکايي مقامات په ملتونو د بنديزونو د لګولو او د نورو ځورونې مجوز د صادرولو په ګډون د خپلو بشري حقونو ضد اقداماتو په اړه د ځواب ورکولو لپاره په خپلو ژمنو ولاړ نه دي.

د اوسني او پخواني امريکا مشرانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د CIA د سازمان له خوا د پټو زندانونو  په لرلو سره  په ځورونې لاس پورې کړى دى.

هغوى د افغانستان په بګرام يا هم د کيوبا په ګوانتانامو او نورو هېوادونو کې د بنديانو په ځورونې سره آن په خپل هېواد کې د خپلو پوليسو د ځواکونو ناسم چلندونو سره په عملي توګه دغه پيغام نړيوالو ته رسوي؛ چې  د امريکايي مشرانو په نظر ځورونه  په يوه عقيده  بدله شوې او په دې لاره کې ځورونه  د هغو کسانو د ماتولو په لاره کې يو مهم تکتيک دى، چې په امريکا او له امريکا بهر نيول شوي او امريکايي ضد فکر لري، په همدې حال کې جوبايډن په خپلو دريځونو ټينګار کوي چې د نړۍ نور دولتونه د ځورونې په دليل ځواب ورکولو ته اړ شي، هغه په دې وروستيو وختو کې ويلي(کله چې يو دولت د خلکو په ځورونه اقدام کوي په واقعيت کې د هغه اخلاقي قدرت نړېږي او خپل مشروعيت هم کمزورى کوي او کله چې ځورونه د ملي امنيت په نامه هم ترسره شي يوازې دښمنان به پياوړي او زيات شي، نا آرامۍ به زياتې شي او دولتونه  له نړيوال پلوه منزوي کوي).

ميډل ايست آى وویل: په دې چوکاټ کې جوبایډن د شکنجې په مسئله کې د امریکې د حکومت اوسنی میراث له پامه غورځولی او نورو ته یې ګوته نیولې ده، په داسې حال کې چې د ده نه مخکې جمهور رئيسانو دغه دروغجن او ګمراه کوونکی داستان چې د شکنجې په رواجولو چې د امریکایی ارزښتونو پر خلاف و ټينګار کړى دى.

ميډل ايست آى ويلي، دا په داسې حال کې ده، چې د تاريخ په اوږدو کې زيات سندونه شتون لري ثابتوي چې ځورونه د امريکا په تاريخ  کې يو تاريخي او دوامداره کار دى.

انتوني بلينکن په امريکا کې د ځورونې د مسئلې په اړه په خپل دريځ کې وايي، موږ څرګندوو چې بايد له خپلو نيمګړتياوو او تيروتنو سره مقابله وکړ او امريکايي ارزښتونه  له پخوا زيات پياوړي کړو، د امريکا په نظام کې ځورونه يوه تېروتنه نه ده  لکه د ملي امنيت رسېدو لپاره يو لارښود دى، چې له دې لارې واک عملي کېږي او د مخالفينو مديريت کيږي.

د بلنکين دريځ هم د دې خبردارۍ د لېږلو په لټه کې دى که چېرې نور دولتونه په ځورونې لاس پورې کړي تر تعقيب لاندې نيول کېږي او بايد ځواب ورکړي او په دې ترتيب هڅه کوي، چې د ځورونې مسئله نورو هېوادونو ته نسبت ورکړي او د امريکا لمنه  له هغه څخه پاکه کړي.

بايد هير نه  کړو چې امريکا  د ترور پرخلاف  د نړيوالې جګړې ترعنوان لاندې د خپل مشهور کمپاين په چوکاټ کې چې د سپتمبر د١١مې نيټې له بريدونو وروسته خپله کړې، په عملي توګه يې ځورونه د دغه کمپاين په يوه مهمه برخه بدله کړې ده او په سيستماتيک ډول له دې وسيلې څخه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د CIA سازمان په زندانونو کې د امريکا د ملي امنيت ساتنې په لاره کې په سيستماتيک ډول استفاده کړې ده.

که چېرې په رښتيا امريکا غواړي چې په نړۍ کې د ځورونې له مسئلې سره چلند وکړي بايد د نمايشي ويناوو له صادرولو ډډه وکړي او د نورو ځواب ورکولو پرځاى په دې اړه خپلو تېر وتنو ته هم ځواب ورکړي.

د تروريزم پر خلاف د نړيوالې جګړې په اړوند د امريکا  دولت د کمپاين  له پيل څخه د شلو کلونو له تېرېدو وروسته زيات محدود موارد شتون درلود چې د امريکا دولتونو د ځورونې په اړه د خپل هېواد ناوړه ميراث ته خطاب کړى دى، د مثال په ډول د امريکا پخواني جمهور رئيس جورج بوش اړ شو چې د عراق په ابوغريب کې د امريکايي ځواکونو په وحشتناکو جنايتونو انتقاد وکړي چې د دې اقدام اصلي دليل دا و چې په هغه وخت کې دغو جنايتونو په عملي ډول امريکا ته په يوې سترې رسوايي بدله شوې وه.

جورج بوش  په ٢٠٠٤ کال کې په يوې وينا کې وويل چې د امريکا خلک د عراق په ابوغريب زندان کې د بنديانو پرخلاف د ځورونې له امله په ژوره توګه شوکه شول، دغه شان اقدامات يوه تېروتنه وه او هغه  زموږ د ملت له سياستونو او ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

په بل بيان سره آن کله چې د جورج بوش په شان يو سړى د نورو کسانو پرخلاف د ځورونې په اړه د امريکا په تېروتنو او ناسمو چلندونو اعتراف کوي او ادعا کوي  دغه شان اقدامات د امريکا له ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه د موضوع ژورتيا او د دې مسئلې جدي زيانونو ته پاملرنه نه لري.

ميډل ايست آي وویل: دا هم باید په پام کې ونیول شي، چې د جورج بوش څرګندونې د ابوغریب د شکنجې د جزئیاتو په اړه د متحده ایالاتو د پوځ له خوا د رسمي تحقیقاتو له خپرېدو لږ وروسته چې د تاګوبا راپور په نوم یادېږي، خپور شو، د دغه راپور په بڼه کې ویل شوي، چې د ابوغریب په زندان کې ناسمې کړنلارې لکه د جنسي تېری، د خلکو په مصنوعي توګه ډوبېدل او نور ډول ډول غیر انساني چلندونه لکه د بندیانو په غاړه کې د سپیو د ځنځيرونه  اچول شوي دي.

د هغو پراخو شواهدو سره سره چې د ابوغریب په زندان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې او د خلکو پر وړاندې سخته شکنجه تاییدوي، په پایله کې، یوازې یوولس امریکایي سرتېري چې هېڅ یو یې لوړ رتبه نه و، دوی د خپلو جرمونو له امله محکوم شول. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د واک لوړ پوړو مشرانو هیڅکله ځواب نه دی ویلی او په عملي ډول هغوی ته د شنه څراغ په ښودلو او له دغه ډول کړنلارو څخه د مصونیت په ورکولو سره په امریکا کې د شکنجې د فرهنګ د دوام ضمانت کېږی.

دا په ډاګه کوي چې امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو اصلي سرغړونکی دی او په لوېدیځ کې یې خپل متحدین دې ته اړ کړي؛ چې د نړۍ د تسلط لپاره د امریکا د بقا د لپاره دا کار وکړي.

\ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته