سیاست

فضل هادي مسلميار له سيد داود نادري او داسماعليانو له لسګونو تنو سپين ږيرو سره وکتل

کابل باختر  دليندي شلمه
دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار  نن دولسي جرګي له غړي سيد داود نادري او له لسګونو تنو اسماعيلي سپين ږيرو سره دملي شورا دکنفرانسونو په تالار کې  وکتل .
  دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې دمشرانوجرګي دتقنيني  عدلي او قضايي چارو دکميسيون رييس او مرستيال حافظ  عبدالقيوم او معاون احمد هم برخه لرله .
  سيد داود نادري او منشي داودعلي دنورو په استازيتوب دمشرانوجرګي دمطبوعاتي دفتر له خوا دچهارشنبې په ورځ دخپاره شوي خبر پرخلاف په اعتراض  سره وويل چې په دې خبر کې  دموضوع داصل له معلومولو پرته دده سبز داستوګني دپروژې په نامه له دوه نيمو زرو تنو څخه دپيسو د اخستلو او هغوى ته دځمکې دنه ورکولو په باب  دولسي جرګي په وکېل ښاغلي سيد منصور نادري تور لګول شوي دي په داسې حال کې چې دملا جمعه خان او دګل مراد په نومونو دوو کسانو چې دشکايتونو داوريدو کميسيون ته يې عريضه ورکړې ده  په ١٣٨٢ کال کې له يو دولس کسيز کميسيون سره له نهو زرو تنو څخه يوسلو شپږ ويشت  مليونه پاکستاني کلداري اخستي دي چې په حکومتي څانګو کې داداري ستونزو ، داستوګنې دځمکې دساحې دنه ټاکل کېدو او دهغوى دتقلب په نسبت  ، خلکو ته ځمکه ورنه کړي شوه او دادي جمعه خان او ګل مراد چې ددغې پروژې دناکامي او دکاذبواطلاعاتو دورکولو او په امانت کې دخيانت په نسبت په څارنواليو اومحکمو کې تر پوښتنې اومجازاتو لاندې نيول شوي دي  له حساب ورکولو څخه دتيښتي او هم دمغرضو کسانو دتحريکاتو او دخپل منځي مسئلو له امله دسيد منصور نادري نامه او شخصيت ته دزيان رسولو په لاره کې ددوه نيمو زرو تنو له خوا تقلبي عريضه ورکړ شوې ده او دموضوع دحقيقت په نامعلوموالې سره په دې اړوند يو لړ قواوونه خپاره شوي دي په داسې حال کې چې په خپله سيد منصور نادري  له چا څخه پيسي نه دي اخستي او ددغې پروژې مستقيم مسووليت نه لري او ويي ويل دغه دوه نيم زره تنه چې دهغوى له نامه څخه شکايت شوي دي په حقيقت کې وجود نه لري او که چېري شته هغوي دې حاضر کړي چې دسندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره دې په هرمقام کې چې وغواړي  له موږ سره خبري وکړي .
دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار له دغو عاملانو او سپين ږيرو سره دکتنې له امله دخوښي په څرګندولوسره وويل دمشرانوجرګه هيڅکله نه غواړي چې ددغه ملي مرکز له پتي څخه دټولنې وګړو په تيره بيا ملي شخصيت او دهيواد دجمهور رييس باور وړ شخص جناب سيد منصور نادري ته زيان ورسوي او دخبرو وړ موضوع سوابق چې په اصل کې په اړوندو څارنواليو او محکمو کې موجود دي ستاسو دغه اعتراض هم دلوى څارنوالۍ له لاري دغو مراجعو ته ليږو چې له موجودو سوابقو او سندونوله مخې په هغو  هراړخيز غور او څيړنې وشي او که چېري تاسو غوښتي وي له دواړو لورو څخه دي څو تنه په مستقيمه توګه دشکايتونو داوريدو کميسيون ته خپل سندونه او دلايل وړاندې کړي چې په ممکن صورت کې دمناسب حل يوه لاره پيدا شي . له دې پرته  دمشرانوجرګي کميسيونونه په په راتلونکې  کې په دې باب له خبرو څخه ډډه وکړي .
ديوبل خبر له مخې دمشرانوجرګي رييس فضل هادي مسلميار په کابل کې دجاپان دسفير او ځانګړي استازي هايروشي نکاهاشي  سره دخپل کار په دفتر کې دپيژندګلوي  کتنه وکړه .
  په دې کتنه کې دمشرانو جرګي رييس  دافغانستان له خلکو سره دجاپان دمرستو له امله دمنني دڅرګندونو په ترڅ کې  دافغانستان په بيا جوړولو کې دجاپان دخلکو دسترې ونډې اخستنې په باب رڼا واچوله اوويي ويل چې ډي ډي آر  دبهير دتطبيق ، دملي پوليسو دظرفيت دلوړولو ، دمواصلاتي لارو دبيا رغاونې او جوړولو  دروغتيايي  کلينيکونو او ښوونځيو دبيا جوړولو او دښې حکومتوالۍ  دملاتړ په لاره کې  دجاپان ددولت مرستي او همکاري دلمس وړ دي او دافغانستان خلک به تل هغه په ياد ولري .
دغه راز مسلميار ددواړو هيوادونو دپارلماني اړيکو او دتاريخي مناسباتو دټينګښت  په باب خبري وکړي او ويي ويل چې افغانستان لاتراوسه پوري هم ددوست هيواد جاپان په ګډون دنړيوالې  ټولنې مرستوته ستره اړتيا لري او غوښتنه يې وکړه چې متبوع هيواد يې دزياتي زده کړي او تحصيل په برخه کې ځوانانو په تيره بيا دليسانس ددوري محصلانو ته زياته زمينه برابره کړي  چې زموږ هيواد هم دنړۍ دنورو پرمختللو  هيوادونو په شان دماهرانو اودمسلکي کادرونو په شتون سره په ځان ډډه ولګوي .
په مقابل کې دجاپان سفير وويل چې متبوع هيواد يې داافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دي او ددغه هيواد مرستي  به تر هغه وخته پور ي دوام ومومي چې دافغانستان خلک ورته اړتيا ولري .
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار نن دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت  له معين جميل جنبش سره دخپل کار په دفتر کې  وکتل .
په دې کتنه کې دکورنيو چارو وزارت معين ددغه معينيت د کړنو او فعاليونو درپوټ دوړاندې کولو په ترڅ کې په هيواد کې دامنيت په تامينولو او دنظم په ټينګښت کې دملي پوليسو درول په باب خبري وکړي او دثبات او امنيت دټينګښت په لاره کې يې له ملي پوليسو سره دخلکوهمکاري ضروري وبلله .
ده زياته کړه دکورنيو چاروپه وزارت کې داشخاصو په ټاکنه کې معيارونه ترلاس لاندې  نيول شوي دي چې دغوره سالاري پربنسټ تکېه لري .
دسنامجلس لومړۍ نايب په داسې حال کې ځينو  سناتورانو برخه لرله دښه امنيت په تامينولو کې دملي پوليسو  دنه ستړي کېدونکو او هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او په ښوونې او روزنې ، دملي پوليسو په مسلکي والې او دغوره سالاري داصل له مخې او دشخصي او تنظيمي سليقو په پام کې نيولو پرته يې په بيلابيلو پستونوکې دافرادو او اشخاصو په ګومارلو باندې ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته