سیاست

بريتانيا: د افغانستان په تاريخ کې د قدرت لومړنى ديموکراتيک ليږد ترسره شو

لندن-ايرنا – باختر د تلې دمياشتې ٨
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فليپ هاموند پرون د افغانستان نوي جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي ته د مبارکى په ترڅ کې وويل: نن د دغه هيواد په تاريخ کې د قدرت لومړنى ديموکراتيک ليږدول ترسره شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي او د دغه هيواد اجراييوي رييس د لوړې مراسمو ته په اشارې سره وويل: دا په افغانستان کې يوه تاريخي شيبه ده .
ده زياته کړه: دغه تاريخي شيبه د وري او غبرګولي په مياشتوکې د رايو صندوقونو ته د مليونونو افغانانو د ورتګ په دليل تحقق موندلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته