امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
په  غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو اود وسله والو طالبانوترمنځ په جګړه کې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ دغه جګړه  پرون دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ  دګيرو  ولسوالۍ په پناکلي کې هغه  وخت  ونښته چې د سيمه ييزو پوليسو يوه تن  طالبانو ته  دامنيتي يوې پوستې دتسليمولو نيت درلود.
ده وويل :  خو يوه بل پوليس پخوا له دغې موضوع څخه خبر شوى و او له وسله والو طالبانو سره يې جګړه  وکړه او دپوستې دتسليمدو مخه يې ونيوله  او ددغې جګړې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  دغه  سيمه ييز پوليس  نيول شوى   اوپيښه تر  تحقيق او څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته