کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٠ نيټه :
دملي اردو د ګډو او چاڼيزو عملياتو په دوام يوشمېر کلي د ډار اچوونکوله شتون څخه پاک شوي او د وسله والو ډار اچوونکو يوه ډيپو د پوځيانو لاسته ورغلې ده.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د لغمان ولايت د مرکز او د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې د ګنجو کلى د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوى او دچاڼيزو عملياتو او د پلټنې په بهير کې د وسله والو ډاراچوونکو د وسلو اومهمات يوه ډيپو هم ترلاسه شوې ده چې دغې ډيپوکې دغه مهمات او تجهيزات ځاى پرځاى شوي و، لکه له چاوديدونکو توکو څخه ډک يو موټر سايکل، دوه دوربينونه، د هاوان دوه سرکلولې، يو بي ام، دکلاشينکوف يو شارژور، يو زرهي ، ٢ پرتلې، يو لودسپيکر، يو ترانسفارمر، يوه اوسپنيزه خولۍ، ٦ اور غورځوونکي پټاقۍ، ٧ برقي پټاقۍ، ٤ريموټ کنترول ماينونه ، ٥ دريموټ کنترول اخذې ، د ډي سي توپ٢ ګولۍ، ٣٠٠ متر شارتکي مزى، ٧٥ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، د١٠ ډزې ٣ شارژورنه، ٥ لاسي بمونه، د هاوان يو دوربين ، ١٨ ډول ډو ل ماينونه ترلاسه شوي دي چې د پلې لومړۍ لوا د ځواکونو له خوا چول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل