کابل باختردوري درې ويشتمه :
څلور تنه ماشومان په ګندز ولايت کې دهاوان دسرګلولې دچاودنې له امله ووژل شول .او پنځه تنه نور ټپيان شول .
د ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله نن باختراژانس ته وويل چې دغو ماشومانو دچاردرې ولسوالۍ دقصاب په کلي کې دهاوان له سرګلولې سره لوبې کولې . چې چاودنه وشوه .
ديوبل خبرله مخې ، په کندز ښار کې ديو لاسي بم دچولو له امله يوولس تنه ټپيان شول .
ددغې پيښې علت دکندز ښار ددوو تنو اوسيدونکو ترمنځ لفظي ناندرې بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ