امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  ۲۱مه
په قندهار ولايت کې  ٢٥ تنه وسله وال طالبان د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د ارغستان په ولسوالۍ کې د دوى پر مرکزونو بريدونه وشول .
  د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې د شپږو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو عملياتوکې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شوي او له ټولو جنګي وسايلو سره يې د هغوی درې مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته