امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

  پل علم باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
په لوګر ولايت کې د جګړې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
جګړه په پل علم کې په امنيتي پوستو د وسله والوطالبانو له بريدوروسته  ونښته.
د لوګر ولايت وياند محمدسليم صالح د دغه خبرپه تائيدولوسره باختر آژانس ته وويل: پرون د امنيتي ځواکونو د هغو ګډو عملياتو په بهيرکې چې د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ځينو مشکوکو ساحو د پلټنې په مقصد ترسره شوي وو، د جګړې په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
صالح زياته کړه: دغه راز پرون يوشمېر وسله والو طالبانو چې غوښتل يې د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د بابوسو د کلي په امنيتي پوستو بريدونه وکړي، د جګړې په بهيرکې دوه تنه يې ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د توپ يوه ګولۍ او درې بوشکه يي ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:   
د سيد نويد په نامه يو وسله وال طالب د لوګر ولايت په بره کې برک ولسوالۍ کې له يوه کلاشينکوف سره ځان ا منيتي ځواکونو ته تسيلم کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته