سیاست

د حکومت د رهبرۍ غونډې د کرنتین لپاره پر نوې طرحې بحث او خبرې وکړې

کابل / د غبرګولي ١٦مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ويډيو کنفرانس له لارې د حکومت د رهبري غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش د کابینې د پرېکړې  په تعقیب د کرونا ویروس خپرېدو څخه دمخه دلاروچارو او کار د تنظیم مرحله واره طرحه وړاندې کړه.  هغه زیاته کړه، د دغې طرحې موخه په لنډ، منځ او اوږدمهال  کې دکرونا له امله د پیداشویوستونزو مدیریت ، د مبتلا کېدو د کچې راکمول او د روغتیایي خدماتو او مرکزونو د ظرفیت لوړول دي.
د کرونا ویروس خپرېدو څخه دمخه دلاروچارو او کار د تنظیم مرحله واره طرحه د هراړخیزو بحثونو په پایله کې له یو شمېر بدلونونو او تعدیلاتو سره منظور او پرېکړه وشوه چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش به د یادې طرحې جزئیات له هېوادوالو سره شریک او حکومت به یې ژر عملي کړي.
د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح د فلاکت مرحلې او ننګونو په اړه د خبرو پرمهال وویل، ټولې ادارې باید د حکومت او جمهورريیس لیدلوری دقیق مطالعه او د دې په رڼا کې د افغانستان ملي برنامه او ټول اقدامات همغږي کړي.
د اقتصادي او سوداګریزې ودې او بې وزلۍ راکمولو په چارو کې د جمهورريیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر وویل، د ټولنې او خصوصي سکتور  رضاکاره، تحصیلي او د ځوانانو بنسټونه باید په هېواد کې د کرونا ویروس د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره له دولت سره د ګډ کار په موخه بسیج شي.
جمهورريیس غني د کرونا ویروس د خپرېدو ابتدایي مرحلو سم مدیریت ته په اشارې وویل، نسبي بریاوې او ننګونې وې، مګر علما، مدني ټولنې او نور ظرفیتونه دې د فلاکت په مرحله کې د خلکو پوهاوی زیات کړي، خلک باید واقعبین  او د کرونا ویروس پر وړاندې ترسره کېدونکو اقداماتو ته هیله مند وي.
د هېواد جمهورريیس د افغانستان له اړوندو دولتي ادارو وغوښتل چې نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار او مرستو د جلبولو لپاره لا زیات کار او کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې لپاره د نورو هېوادونو تجربو ته پام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د حکومت رهبرۍ غونډې ته له پیله تر دې مهاله د تشخیص ، روغتیایي او وقایوي خدماتو، درملنې، تجرید، د روغتیایي مرکزونو د ظرفیتونو لوړولو او په کارونو او خدماتو کې د ځنډ د نه راتګ په موخه د جمهوري ریاست له لوري د ورکړل شويو واکونو په اساس ولایتونو ته د منابعو د تخصیص په اړه، مفصل راپور وړاندې کړ. 
جمهورريیس د عامې روغتیا وزارت کوښښونه وستایل او په ټینګار سره یې وویل، خلکو ته د روغتیایي خدماتو، د کرونا وبا د تشخیص او ازمایښتونو په برخه کې باید زیات کار وشي.
هغه زیاته کړه، د حکومت رهبري د نړیوالې ټولنې، بین المللي بنسټونواو نړیوال بانک ژمنتیا او مرستې همغږې کړي او له همدې امله حکومت او خلک له هیڅ عمده ننګونو سره مخ نه دي.# پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته