ټولنه

هلمند کې د امريکا سمندري ځواکونو ماموريت په رسمي توګه پېل شو

کابلباختردغويي دمياشتې ١٠
په هلمند ولايت کې د امريکايي اردو ځواکونو ۱۸ مياشتنی ماموريت پای ته ورسېد او پر ځای يې سمندرې ځواکونو خپل ماموريت پېل کړ.
په دې اړه نن دشوراب په پوځي اډه کې مراسم پرځاى شوې وه، چې پکې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ډګرجنرال محمد شريف يفتلي، هلمند والي حيات الله حيات او د نظامي شورا غړو، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن او د هغوئ يو شمېر نورور جنرالانو ګډون درلود.
د انتقال مراسمو ته د وينا په ترڅ کې د ۲۱۵ مېوند قول اردو قومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل، چې په هلمند کې د جنرال سېمس په مشرۍ د امريکا تاسک فورج ځواکونو تېر ۱۸ مياشتنی ماموريت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره په مشورتي، هوايي ملاتړ، تعليم او تربيې او يو شمېر نورو امنيتي برخو کې اغېز لرونکی او د پوره همږغۍ له مخې ترسره شو.
هغه هيله و ښوده چې د سمندري ځواکونو له نوي ماموريت سره به هم ښه همږغي او همکاري ولري.
په افغانستان کې‌ د امريکايي ځواکونو مرستیال قومندان تورن جنرال جان تامسن وويل، تېر کال وسله والو طالبانو خپله وروستۍ هڅه وکړه، چې‌ هلمند په بشپړه توګه تر خپل حاکميت لاندې راولي خو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري ددوئ دغه پلان ناکام او پر شا وتمبول شو.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې امريکايي ځواکونه به د افغانستان د خاورې ددفاع په لار کې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
په هلمند کې د امريکايي اردو ځواکونو پخواني قوماندان بريد جنرال سمس په دې ولایت کې د خپل ماموريت په هکله معلومات وړاندې کړ او زیاته يې کړه، چې له افغان امنيتې او دفاعي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ يې د خپل ماموريت په لړ کې د بولان، بشران، نادعلي او ۶۰۱ شهرا په ګډون ګڼو سیمو کې هوايي همکاري او مشورتي ونډه اخيستې ده.
هغه زیاته کړه، چې د ښوونې اوروزنې په برخه کې يې هم د ۲۱۵ مېوند قول اردو ځواکونو کميت او کیفيت لوړ کړی دی.
ورپسې په هلمند کې د امريکايې سمندري ځواکونو نوي قومندان برید جنرال راجر تورنر د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې ددې ولایت له والي حيات الله حيات او نظامي شورا سره په ګډه به ښه کاري ماموريت ولري او ددوئ غوښتنو سره سم به په مشورتي، د افغان ځواکونو ښوونې اوروزنې، هوايي او ځينو نورو امنيتي برخو کې  لازمه همکاري وکړي.
هغه خوښي و ښوده چې له افغان امنيتې او دفاعي ځواکونو سره په ګډه به کار وکړي.
د يادونې وړ ده چې د امريکا متحده ایالاتو له پرېکړې سره سم هلمند ولایت ته  د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه را لېږل شوي چې نن يې دلته خپل ماموریت په رسمي توګه پېل کړ.
ددې ځواکونو نيمايي برخې په تېرو وختونو کې هلمند کې  ماموريت ترسره کړی او اوس مهال له افغان ځواکونو سره په مشورتي، د ښوونې اوروزنې کچې دلوړولو او د دښمن ځپلو برخه کې‌ همکاري کوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته