فرهنګ

د شاه ولايتمآب مبارک علم په مزارشريف کې پورته کړى شو

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د شاه ولايتمآب مبارک علم نن د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سروردانش په ګډون په مزارشريف ښارکې د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي (ک) په زيارتګاه کې پورته کړى شو او په هېوادکې د نوروز  دوديز جشن پيل شو.
  د باختر آژانس د خبرله مخې:
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د بلخ ولايت د مزارشريف ښار د شاه ولايتمآب په مبارکه روضه کې پرځاى شول؛ په پيل کې د بلخ والي ستر جنرال عطامحمد نور د نوروز د ملي او نړيوال دوديزجشن له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني، د کابينې او د ملي شورا غړو او د افغانستان ټول مجاهد او اتل ملت ته مبارکي وويله او د دغه ولايت د کړو وړو، پرمختګونو او چلنجونو باب يې هراړخيز رپوټ وړاندې کړ.
د بلخ والي د حيرتان_مزارشريف د اوسپنې پټلۍ جوړول، د مزارشريف د نړيوال هوايي ډګر بيا رغاونه او د څو توليدي فابريکو او صنعتي ښار ګوټو جوړول يې د بلخ د ادارې د ١٣٩٥ کال له مهمو برياليتوبونوڅخه وبلل .
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش خبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني سلامونه او نيکې هيلې د بلخ ولايت خلکو او مشرتابه هيئت، په دغو مراسموکې برخه والو، کورنيو او بهرنيو ميلمنو ته ورسول او نوروز يې د سولې، دوستۍ او ورورولۍ پيغام  وباله .
قانونپوه دانش وويل چې د نوروز دوديز فرهنګي او نړيوال جشن هرکال د علم او فرهنګ او د ستر مولانا ابوعلي سينا په ټاټوبي بلخ ولايت کې د شاه ولايتمآب  د مبارک علم په پورته کولو سره نمانځل کيږي .
  ده وويل: د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړي شوي دي او په دې نوى کال کې غواړي په سولې او آرامۍ کې ژوند وکړي. تېرکال موږ له کورنيو او نړيوالو ډار اچوونکو سره په جګړه کې ستونزې تيرې کړې، خو د هېواد اتلو امنيتي او دفاعي منسوبينو په ميړانې سره د جګړو په ډګرکې له خپلو خلکو او هېواد څخه په برياليتوب سره دفاع وکړه.
  د جمهور رييس دويم مرستيال څرګنده کړه: له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ دوى بريالي کوي چې د دښمنانو په وړاندې په ميړانې سره لکه غر ودريږي او د خپل هېواد او ملت  دفاع وکړي .
قانونپوه سروردانش وويل چې په افغانستان کې جګړه د هيچا په ګټه نه ده؛ باثباته افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په ګټه هم دى او زموږ د هېواد بې ثباتي د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو د بې ثباتي سبب کيږي .
  ده وويل: موږ کلونه کلونه د سولې غږ پورته کړى دى او بيا هم ټينګار کووچې (جګړه د حل لاره نه ده) بايد د افغانستان مسئلې د تفاهم او د روغې جوړې له لارې  حل شي.
په دغو مراسموکې قانونپوه سروردانش په بلخ ولايت کې د بلخ د والي ستر جنرال عطامحمد نور د کارونو له امله قدرداني وکړه او په بلخ ولايت کې په بېلابېلو برخوکې د پرمختګونو په خاطر يې له هېواد څخه بهر د ميشتو افغانانو د ستاينې لوحه د بلخ والي ته ورکړه. 
دغه راز په دغو مراسموکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزي وويل چې د بلخ د والي د خدمتونو او له خصوصي برخې څخه د ده د ملاتړ په خاطر د دغې خونې مشرتابه هيئت د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو عالي نښان چې چمتوکړى دى؛ د ولسي جرګې د دويم نايب له خوا د بلخ والي ته ورکړ.
د مراسمو په پاى کې د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش  په قوماندې سره د شاه ولايتمآب مبارک علم زموږ د زرګونو تنوهېوادوالو په ولولو او د توپونو په ډزو سره پورته کړى شو .
په دغو مراسموکې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د خيبر پښتونخوا والي، په هېوادکې د بهرنيو هېوادونوکور ديپلوماتيکو غړو او يو زيات شمېرکورنيو او بهرنيو ميلمنو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته