امنیت

په سمنګانوکې د پوليسو له ليکو سره د ٢٧٠ تنو ځوانانو پيوستون

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
٢٧٠ تنه ځوانان د سمنګانو ولايت د جلب او جذب د قوماندانۍ له لارې دهېواد د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شول.
د سمنګانو په ولايت کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان ډګروال عبدالبصير بغلاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نوي جلب شوي ځوانان د نظامي مهارتونو د زده کړې لپاره د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ تعليمي مرکز ته معرفي شوي دي چې د روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته په هر ولايت کې د اړتيا له په پام کې نيولو سره د هېوادوالو د امنيت د تامينولو لپاره موظف کيږي.
بغلاني د دغه ولايت له هغو نورو اوسيدونکو څخه چې له ١٨ کلنى څخه تر ٤٠ کلنى پورې وي؛ هم وغوښتل چې په هېوادکې د دايمي سولې او د سراسري امنيت د ټينګښت په خاطر د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته