سیاست

د مشرانو جرګې پيغام

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٢٥مه
له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سره پوځ د ننګينه وتلو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
دملي شورا مشرانو جرګه دسلواغې دمياشتې ۲۶ مه له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد ديرغلګرو ځواکونو دماتې او وتلو اته ويشتمه کاليزه دهيواد په تاريخ کې ديوې نه هيردونکې ورځې په توګه بولي او ددغه ستر تاريخي برياليتوب له امله دهېواد ټولومسلمانو او مجاهدو خلکو ته مبارکي وايي.
دسره پوځ ځواکونه د ١٣٥٨ کال دمرغومي دمياشتې په ٦ نيټه په پرمختللو وسلو سمبال له ځمکې او هوا څخه يې په افغانستان يرغل وکړ او هغه يې ونيوه. په ١٣٦٧ کال کې دهيواد مسلمانو اومجاهدو خلکو په ميړانې اوسرښندنې له لسو کلونو جهاد او مقاومت وروسته په نا کامۍ سره له افغانستان څخه ووتل چې دغه ماته دافغانستان اودروسانو ترواکمنۍ لاندې دزياتو هيوادونو دژغورنې او په خپله دشوروي اتحاد دتجزيې سبب شو.
دهېواد مسلمان ملت دجهاد او مقاومت په کلونو کې دخپل هېواد دين او ناموس ددفاع په مقصد په ميړانې او سرښندنې دفاع وکړه او دغه يرغلګر ځواکونه يې له افغانستان څخه وايستل خو په افغانستان کې ددوﺉ لس کلن حضور دهېواد داتباعو دشهادت ، معلوليت اودمليونونو افغانانو دمهاجرت او دهېواد دمهمو اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو دويجاړتيا سبب شو ،چې ناوړه اغيزې يې ترنن پورې زموږ دهېواد په ټولنيز او اقتصادي ژوندانه کې ملموس دى.
دهېواد سياسي او دمبارزو تاريخ شاهد دى ،چې دافغانستان سرلوړى ملت ، سره له دې چې دنړۍ له ټولو هېوادونو او له خپلو ګاونډيانوسره دښو او حسنه اړيکو علاقمند دى خو دپرديو دتيري په صورت کې دخپلې خپلواکۍ ځمکنۍ بشپړتيا او له ملي واکمنۍ څخه په ميړانې اوسرښندنې دفاع کړې ده او کوي يې.
دملي شورا مشرانو جرګه د دغه تاريخي لاسته راوړنې په مناسبت د افغانستان شريف ملت ته د مبارکۍ د څرګندولو تر څنګ په جګړه کې د ښکيلو افغانانو غوښتنه کوي چې د دا ډول وياړونو په پام کې نيولو سره متحد او يوځاي شي او ټولو هغوي ته چې د پخواني شوروي په شان د افغانستان د ورانولو، بربادۍ او حتي د نيولو په کوښښ کې دي، د نه ځواب ورکړي او د افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې په شپږ اړخيزه ناسته کې چې د فدراتيفې روسيې، د چين خلق جمهوريت، هندوستان، افغانستان، ايران او پاکستان هېوادونو په ګډون په مسکو کې د افغانستان وضعيت په اړه جوړيږي، سالمه او محتاطانه موضوع اختيار او ښکېل هېوادونه قانع کړي چې د افغانستان کشالې او ستونزو ته د پاي ټکې کيږدي، څرنګه چې د دي خاورې خلکو د پخواني شوروي واکمني ونه منله او هيڅ بل هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان تر خپلې ولکې او سيطرې لاندي راوړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته