کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه
د کندز سيمه ييز چارواکي وايي چې د ولسي تړون پروګرام په چوګاټ کې د دغه ولايت په عليآباد ولسوالۍ کې د ۱۳۲ ميليونو افغانيو په ارزښت، د ګڼ شمېر پرمختيايي پروژو کار په رسمي ډول پيل شو.
په دغو پروژوکې استنادي دېوالونه، د ښوونځيو ودانۍ، سړک جوړونه، د پاکو اوبو زېرمې، د اوبو څاګانې او داسې نورې پروژې شاملې دي چې مالي لګښت يې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا ورکول کېږي.
دغه راز د کندز په عليآباد ولسوالۍ کې د پُل خشتي په نامه د نجونو يوه لېسه چې د جوړولوکار يې بشپړ شوي وو، د کندز د والي عبدالجبار نعيمي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادولو وړ ده چې د علي آباد ولسوالۍ د ۱۸ کېلو متره واټن په درلودو سره د کندز د مرکز په لوېديځ لوري کې موقعيت لري.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل