امنیت

درې تنه ډار اچوونکي دقندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
درې تنه ډار اچوونکي  دقندهار ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دپوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
  د٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
دقندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ دجنوب  په مندګک ساحه کې  دامنيتي ځواکونو دمحاربوي عملياتوپه بهير کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول څلور تنه ټپيان او يو کلاشينکوف  او دوه ايکم مخابرې په عمليات کې دشاملو امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه راز امنيتي ځواکونو دزابل ولايت دشينکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته