امنیت

په فراه کې ديو ويشتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغې لومړى :
يو ويشت تنه وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې دهوايي ځواکونو دعملياتو له امله ووژل شول .
دفراه ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د باختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل  چې دغه هوايي  بريدونه ددغه ولايت دخاک  سفيد ولسوالۍ  دننګ اباد دنلدشت  په کلي کې دوسله والو طالبانو په غونډې ترسره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان ملا واحد په ګډون يو ويشت  تنه وسله وال مخالفان ووژل شول او دطالبانو ديوبل قوماندان ملا بور محمد په ګډون ١٢ تنه نور طالبان ټپيان شول .
  ده وويل  چې په دغو بريدونوکې ددښمن  په چاوديدونکو توکو بار يو سراچه  موټر هم له منځه تللى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته