امنیت

د اختر په ورځوکې د پټاقيو پلورونکو ته د هرات د پوليسو خبردارى

 هرات باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه  :
د هرات پوليس د هرات ښار په دننه او بهرکې د پټاقيو د پلورنې مخه نيسي .
دغه راز د هرات پوليسو يوه زياته اندازه پټاقۍ او پلاستيکي ګولۍ د هرات ښار له يوشمېر دکانونو څخه راټولې کړې دي.
دغه  پټاقۍ چې شمېر يې لسګونو انډيو ته رسيږي، د  هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ په لارښوونه د کشفي برخو، امني پوليسو او د څارنوالۍ رياست د استازو له خوا د هرات ښار له دکانونو څخه راټول کړاى شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته