سیاست

دسولې دعالي شورا رييس دپنجشير له والي سره وکتل.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دسولې دعالي شورا رييس نن دپنجشير له والي سره وکتل.
باختراژانس  ته دپنجشير ولايت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې کتنه کې دپنجشير والي ډگر  جنرال کرام الدين کريم  دسولې دعالي شورا  له رييس  څخه وغوښتل چې دنورو ولايتونو په شان په دغه ولايت کې هم دسولې دعالي شورا نماينده ګي جوړه کړي چې دسولې دعالي شورا درييس صلاح الدين  رباني له خوا  په دې برخه کې دهمکارۍ  ژمنه وشوه.
دسولې دعالي شورارييس په داسې حال کې چې دپنجشير ولايت مرستيال   اوددولتي ادارو نور رييسان ورسره  وو دشهيدانو دسالار غونډۍ ته لاړ او دهيواد  دملي اتل احمدشاه مسعود پاک روح ته يې دعا وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته