امنیت

په بادغيس کې د طالبانو په بريدکې پوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ١٦ :
يو امنيتي مامور په بادغيس ولايت کې له وسله والو طالبانوسره د جګړې په بهيرکې ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه تيره شپه ناوخته په قادس ولسوالۍ هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
دبادغيس ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې  جګړه کې يو امنيتي مامور ووژل شو  او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې وسله والو طالبانوته هم د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته