ښوونه او روزنه

د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې په موسسه کې دوه زره نهه سوه څلويښت تنه په زده کړې بوخت دي

کابل باختردتلې دمياشتې ٣٠ :
دبغلان ولايت د ښوونکو د روزنې د موسسې ٤٧٨ تنه محصلان  په روان کال کې  له دغې موسسې څخه فراغت ته چمتو دي .
دغه محصلان د بغلان ولايت په مرکز او د خوست ، نهرين  ، دهنه غوري، مرکزي بغلان ، دوشي او د خنجانو د ولسواليو اوسيدونکي دي .
د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې د موسسې رييس محمد ناصر فرهمند دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې د دغې موسسې محصلان د دينې علومو ، سياينس، رياضي، انګليسي ژبې، د پښتو او دري ادبياتو، ټولنيزو علومو او د کمپيوټر په څانګوکې له دوو کلونو  زده کړې وروسته  د مسلکي ښوونکو په توګه  فراغت ته چمتو دي .
فرهمند زياته  کړه چې همدا اوس په  دې موسسه کې د داخل خدمت او له خدمت څخه بهر په ګډون ٢ زره ٩٤٩ تنه په زده کړه بوخت دي چې دوه زره ديارلس تنه يې ښځې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته