امنیت

په غور ولايت کې د ماين چاودنې ٩ تنه ملکي وګړي شهيدان کړل

فيروزه کوه- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
په غور ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ٩ تنه شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دغور ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهل غوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ماين تېرماښام د تيمورې ولسوالۍ په آنه کلي کې هغه وخت وچاوديد چې د سيمې خلکو غوښتل په واټ کې ښخ کړى شوي ماين را وباسي چې ماين وچاوديد او له امله يې اووه تنه شهيدان شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
خو دوو تنو ټپيانو روغتون ته د ليږدونې په وخت کې د ټپونو د ژورتيا په علت سا ورکړه.
چهل غوري زياته کړه چې ټول قربانيان ملکي وګړي دي او ماين د طالبانو له خوا په امنيتي ځواکونو د بريدلپاره ځاى پرځاى شوى و.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د غور ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي.
د روغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته