کابل باختر د غبرګولي دوه ويشتمه :
په کابل کې دامريکا لوى سفير جان بس پرون د افغانستان داسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د وزيرانوشورا په ماڼۍ کې وشوه؛ دامنيتي مسئلو پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو او په دغو انتخاباتوکې دسياسي ګوندونو د رول په باب خبرې وشوې .
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو لوى سفير د انتخاباتو دبهير په نسبت د خلکو د کمې علاقمندۍ له امله انديښنه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت او د دغه هېواد له سياسي مشرانو څخه يې وغوښتل چې د انتخاباتو دشفافيت او سلامتيا لپاره هڅه او هاند وکړي .
د اجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق دامريکا له متحده ايالاتو او له هغو دوستو هېوادونوڅخه چې دافغانستان په نوي فصل کې يې همکاري وکړي؛ قدرداني وکړه .
د اجراييه رياست مرستيال زياته کړه چې په هېواد کې سياسي او امنيتي حالات او ټولنيز مناسبات ښه نه دي او د ګډوډيو مخنيوي دې ته اړتيا لري چې سياسي ګوندونه، قومونه او په حکومت کې ټيمونه له يو بل سره مثبت تعامل ولري او له زيات خطر سره د هېواد د مخامخ کيدو مخه ونيسي .
محقق د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د ملي وحدت د حکومت د موافقه ليک په چوکاټ کې د حکومت د پابندۍ په اړتيا باندې ټينګار وکړ او ځينې يواړخيز حرکتونه يې د ملي مصالحو پرخلاف وبلل .
د اجراييه رياست مرستيال د حکومت او د وسله والو طالبانو ترمنځ د محدود اوربند د هرکلي په ترڅ کې دټولو افغاني لوړو ترمنځ دپيوستون او همغږۍ يادونه وکړه .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل