امنیت

اته تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
اته تنه ياغي طالبان دهېواد دملي پوليسو دځواکونو په څوګډو چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دملي پوليسو ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دتروريستانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دکونړ، لوګر اودهلمندد ولايتونو په مربوطاتو کې ديولړچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه ياغي طالبان ووژل شول ، دوه تنه ياغيان ټپيان اوڅلورنوريې دپوليسو له خوا ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات اوچاوديدونکي توکي دملي پوليسو لاسته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې دهېواد دملي پوليسو منسوبينو پرون دګزمې په وخت کې  شپاړلس ماينونه او اووه شل کيلويي بوشکې چاوديدونکي توکي  چي دياغي طالبانو له خوا دقندهار ، جوزجان  اودبغلان دولايتونو په مربوطاتو کې دتروريستي اوورانکارو عملونو دترسره کولو لپاره ځاى پرځاى کړاى شوي وو، کشف اوشنډکړل.
ديوبل  خبرله مخې، دکابل د١٠١  آسمايي زون  دقوماندانۍ ملي پوليسو پرون شپږتنه دنشه يي توکو دپلورنې ، وژنې اوغلا په تور دکابل ښار دلومړۍ ، دويمې ، شپږمې  او اوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيولي دي.
له نيول شويو کسانوڅخه دپوليسو تحقيقات دوام لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته