ورزش

دهرات دفوټسال دټيمونوسيالۍ پيل شوې .

کابل باختر د کب دويمه :
په هرات کې دفوټسال دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ دغوره ليک سيالۍ پرون په دغه ولايت کې پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغوسياليو په پيل کې  دصرافانو ټيم ددوو په وړاندې  په دريو سره دآمو ټيم ته ماتې ورکړه او دسرخ پوشانو ټيم د دريو په وړاندې په شپږو سره ددوستانو پرټيم بريالى شو او دميلاد او استقلال  ټيمونو لوبه دشپږو شپږو ګولونو په وهلو سره برابره پاى ته ورسوله .
دضيا دڅرګندونوله مخې په هرات کې دفوټسال دغوره ليک  سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته