نن د کا بل ښاروالۍ ديو بې سار ي ابتکار د عملي کولو لپاره حاضره غونډه را بللې ده .
دروان کال په جريان کې د کا بل ښاروالۍ په پيشنهاد اود افغانستان د وزيرا نو شورى په تصويب ، د هيواد ددريو تاريخي ودا نيو : دارالامان ماڼى ، دتاج بيک او چهلستون د ماڼيو د بيا احيا چاري کابل ښاروالۍ ته ورسپارل شوې او ښاروالۍ پتييلي ده چې دا ودانۍ به د افغا نستان د خلکو په هراړخيزه مرسته جوړوي او ددې ماڼيو د بيا جوړولو لپاره به له خلکو اعا نه غواړي .
که څه هم دا کار په نړۍ کې مر سوم دى ، مګر زموږ په هيوادکې نوى او يو ابتکاري اقدام دى او په خلکو کې پرخپل ځان د باور رو حيه پياوړي کوي او پرخپلو امکا نا تو د ملي بنسټونو د بيا احيا لپاره زمينې برا بروي .
زه د کا بل ښاروالۍ دا اقدام ستايم اود افغا نستان له ټولو خلکو غواړم چې ددې ملي اقدام د بري لپاره د کا بل ښاروالۍ هراړخيز ملا تړ وکړي ، څوښاروالۍ و کړاى شي زموږ په خپلو پيسو د نورو له مرستې پرته د هيواد دا تاريخي ودا نۍ بيرته په خپل شکل احيا کړي
ملي تا جرا نو او سرمايه دارا نو ته دډيرو مرستو سترګي ا وړي ، خود افغا نستان هروګړي بايد له خپل توان سره سم له دي ملي پروژي سره مرسته و کړي . ستاسو برى د لوى څښتن له در باره غواړم ، او کا بل ښار والۍ ته کور ودا نۍ وايم .