کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په دې کنفرانس کې درې ويشت ملي اونړيوال روغتيايي مرکزونه دغيردولتي روغتيايي موسسو دپيوستون په نامه دشتون اعلام وکړ.
دباخترا ژانس دخبرله مخې: دغه کنفرانس د اقتصاد اودښځو دچارو د وزارتونو او دنورو ملي او نړيوالو روغتيايي موسسو داستازو په ګډون جوړشو.
دعامې روغتيا وزارت دپلان او پاليسي معين ډاکتر احمدجان دکنفرانس په پيل کې په تيرولسوکلونو کې د يادو موسسو د اغيزمنو او ارزښتناکو فعاليتونو يادونه وکړه او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دعامې روغتيا له وزارت سره د دغو موسسو مشارکت اغيزمن وباله او له دغه مرکز سره يې دعامې روغتيا وزارت په همکاري باندې ټينګاروکړ.
دغه راز دغيردولتي روغتيايي موسسو دهمغږي د بورد رييس ډاکتر عبدالمجيد صديقي ددغه مرکز دجوړولو هدف په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د فعال غيردولتي روغتيايي موسسو لپاره دهمکاري د هراړخيز چاپيريال برابرول اوپه هيواد کې دبې طرفه ، دلاس رسي وړ، منصفانه او دوامدار روغتيايي خدمتونو د باکېفيته وړاندې کولو په لاره کې د دوى ترمنځ دفعال ميکانيزم تامينول وبلل .
په دغه مرکز کې ٢٣ غيردولتي موسسې شاملې دي چې د پريکړه ليک په صادرولو سره يې خپل شتون اعلام کړ .
1 1 دقیقه لوستل