نړۍ

دپاکستان صدراعظم په افغانستان کې دسولې دبهير ملاتړ کوي .

اسلام اباد  باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دپاکستان صدراعظم يوسف  رضا ګيلاني وويل چې دغه هيواد په افغانستان کې دسولې دبهير ملاتړ کوي .

 ددي نيوز انترنشنل  دخبري سايت له خولې دباختر اژانس دخبر له مخې، دپاکستان صدراعظم دغه ټکۍ په اسلام اباد کې داروپا داتحاديي دبهرني سياست له رييسې کاترين اشتون  سره په کتنه کې  څرګند کړى دى .

 درارسيدلو خبرونو له مخې،  دواړو  لورى  په خپلو خبرو کې دبهرني ستراتيژي  ، امنيت  او دسوداګرۍ په پراختيا پورې داړوندو مسئلو په باره کې وغږيدل، داروپا  اتحاديه دپاکستان  ډيره ستره تجارتي  شريکه ده چې ددرې ملياردو يورو په ارزښت  دپاکستان  په سلو کې نږدي ديرش صادرات  داروپا اتحاديه ترلاسه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته