کابل /دمرغومي ٢١مه / باختر :
دلوړو زدهکړو وزارت خبرتيا
دهندوستان د اي- سي- سي- ار دبورسونو هغو نوماندانو ته چې دازموينو دملي ادارې په ازموينه کې بريالي شوي دي او دراتلونکې دورې لپاره په شرايطو برابر پېژندل شوي دي خبرورکول کېږي چې د انګلسي ژبې دازموينې دتېرولو لپاره دې په ټاکلي نيټه اوموده په کابل کې دهند سفارت ته چې د وزير محمد اکبر خان په ١٤سړک کې موقعيت لري ورشي .
نوماندان بايد دازموينې په وخت کې دتابعيت دتذکرې اصل ، دپاسپورت په سايز يوعکس او يو قلم له ځان سره ولري او دغه راز خپل اي ډي لمبر دې هم په ياد ولري .
نوماندان دې دازموينې په بهير کې دموبايل ، يو-اس -بي ، لاسي ساعت ، ګوټې ، چرمي کرتۍ او له نورو برېښنايي شيانو له راوړلو څخه ډډه وکړي .
دغه راز دنوماندانودنومونو دلست اودازموينې دنېټې دلرلو لپاره دې دلوړو زده کړو وزارت ويب سايت https://mohe.gov.af ته مراجعه وشي .
دماسترى ددورې دنوماندانو پاتې لست په ډير لنډ ممکن وخت کې خپرېږي .
ختم_عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل