کابل باختر دوږي يو ديرشمه :
په فارياب کې دماين دچاودنې له امله اووه تنه ماشومان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دفارياب دشيرين تګاب ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه ددغې ولسوالۍ د کوه صيادپه سيمه کې رامنځته شوه .
خبرځاى زياته کړه چې دغه ماين په دغې سيمه کې امنيتي پوستې ته څيرمه هغه وخت چې ماشومانو لوبې کولې وچاوديد .
ده زياته کړه چې ددوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
ختم_ شکريه _اکرم