ښوونه او روزنه

مسوولان دې بايد په دې باب چې پوهنې او دپوهنې کارکوونکو ته يې څه کړي دي خبري وکړې .

-کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
دښوونکي ورځ  سږ کال هم په داسې حال کې چې نمانځل کيږي چې زياتره ښوونکي په سختو اقتصادي شرايطو کې دي او دهېواد په پوهنه کې دامکاناتو له کمښت سره مخامخ دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  يوشمير ښوونکي وايي چې دښوونکي دورځې دنمانځنې په مراسمو کې ، مسوولان بايد په دې باب چې په تير يوکال کې يې دپوهنې او دپوهنې دکارکوونکو لپاره څه کړي دي او کومې لاس ته راوړنې لري ، خبرې وکړي .
دوى وويل :چې دحکومت او دپوهنې وزارت چارواکي ، کال په کال دښوونکي دورځې دنمانځنې  په مراسمو کې دښوونکو دژوندانه د حالت دښه والي ، دښوونځيو زده کوونکو ته دمناسبې  درسي فضا دبرابرولو او پوهنې ته دپاملرنې په خاطر خبرې کوي .  اوژمنې کوي خو دغه ژمنې او خبرې يواځې او يواځې  دخبرو اوژمنو په قالب کې پاتې کيږي .
يوې ښوونکې ناجيې دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل هغه معاش چې ديو مياشتني زحمت په بدل کې ترلاسه کوي ددې دکورنۍ لس ورځني لګښتونه نه شي پوره کولاى .
دې زياته کړه چې ددې دمعاش زياته برخه دموټر په کرايه کې لګيږي او په دغه شان معاش سره ښوونکي نه شي کولاى ښه ژوند ولري .
په همدې حال کې  دپوهنې وزارت وياند مجيب مهر داد څرګنده کړه دپوهنې وزارت هڅې کړې دي چې درخصتيو په ورځو کې دې ښوونکو ته ماکولات  ورکړى شي او په دې برخه کې  قانون تعديل  شوى دى او دهغه له توشيح وروسته درخصتيو په ورځو کې هم ښوونکو ته ماکولات اجرا کيږي .
ده زياته کړه دهغو ښوونکو په معاش کې چې دليسانس اويا ماسترى تحصيلي درجه لري هم زياتوالې راغلى دى .
دکابل ښار  ديوه ښوونځي ښوونکي فدامحمد چې دکور د نه لرلو له پلوه ځوريږي  خپل دردونه داسې بيان کړل او ويې ويل : (  زما دژوندانه يوه ډيره ستره ستونزه استوګنځي  نه لرل دي او دې ته اړ يم چې دخپلې  کورنۍ  دپنځو تنو غړو دلګښتونو دبرابرولو تر څنګ له هغه ناڅيز معاش څخه چې لرم يې مياشت په مياشت دکور کرايه هم ورکړم )
ده زياته کړه  چارواکي دې بايد دښوونکو دژوندانه دحالت دښه والي لپاره چې په حقيقت کې دهېواد دپوهنې دحالت  ښه والى دى ،  جدي پاملرنه وکړي .
دغه راز کارپوهان په دې باور دي که چيرې دهېواد پوهنې او دښوونکو دژوندانه حالت او په تيره بيا د هغوى داقتصادي حالت دښه والي په برخه کې  پاملرنه ونه شي ، هېواد به دترقۍ او پرمختګ په لور لاړ نه شي .
دوى ترقۍ او پرمختګ ته دهېواد درسيدو يواځنۍ لاره دپوهنې ودې اوښه والي او دپوهنې دکارکوونکو دژوندانه حالت ته پاملرنه بولي .
دغه راز دوى اقتصادي ستونزې او دښونکو په روح او روان باندې دهغو منفي اغيزې دلوست دچارو د ښه والي په لاره کې يوستر خنډ بولي او تينګار کوي چې بايد ښوونکي په روحي او رواني  لحاظ دارامۍ احساس وکړي چې وکولاى شي په زغم سره زده کوونکو ته دلوست په ورکولو کې اغيزمن رول ولوبوي .
دپوهنې وزارت وياند څرګنده کړه چې دتيرکال په بهير کې دپوهنې  وزارت له خوا په ښوونکو دځمکې  څه دپاسه   دولس زره نمرې وويشلې شوې او هلې ځلې وشوې چې د ښار اوکور جوړولو له وزارت سره په همکارى  کې دغه نمرې دښارګوټو په بڼه چمتو شي او په دې برخه کې کار دوام لري .
مهر داد دپوهنې په درسي نصاب کې دبدلونونوپه اړوند وويل چې له اصولو سره سم بايد له هرو دريو کلونو وروسته دپوهنې په تعليمي نصاب  کې بدلون راشي  خو په وروستيو  دوو کلونوکې دى دپوهنې په نصاب کې دکوم بدلون شاهد نه دى
ده زياته کړه چې دپوهنې په وزارت کې دبيا کتنې يو ټيم جوړ شوى دى چې دمضمونونو دکمښت ، ددرسي کتابونو  دمحتوا په بيا څيړنې او دښه نصاب دچمتو کولو په باب کار کوي .
په همدې حال کې دتعليمي نصاب په برخه کې دځانګړي تخصص په خاطر دماهرانو يو پنځوس کسيز ټيم به  دپوهنې وزارت له خوا له هېواد څخه بهر ته واستول شي .
دپوهنې وزارت وياند دښوونځيو دودانيو او ددرسي کتابونو دکمښت دستونزې په باب  څرګنده کړه چې په ټول هېواد کې  په سلو کې اته څلويښت ښوونځي ودانۍ نه لري او دغه ښوونځي يا په کرايي کورونو کې اويا هم تر خيمو لاندې فعاليت کوي .
ده وويل چې دپوهنې وزارت په بودجه کې يواځې دښوونځيو دترميمولو لپاره پيسې بيلې شوې دي نه دښوونځيو دودانيو دجوړولو او يا ددرسي کتابونو دچاپولو لپاره  .
مهر داد  زياته کړه تراوسه پورې هغه کتابونه چې چاپ شوي دي دپوهنې دکتابونوپه سلو کې يواځې پنځه ديرش اړتيا لرې کوي په داسې حال کې چې دهېواد پوهنه په کال کې پنځه پنځوسو مليونو ټوکو درسي کتابونو ته اړتيا لري.
ده زياته کړه چې په روان کال کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې  پرمختيا ادارې دپوهنې وزارت دڅلويښتو مليونو ټوکو درسي کتابونو دچاپولو لګښتونه ورکړي دي خو په دايمي توګه دکتاب دچاپولو لپاره کومه بودجه شتون نه لري .
دپوهنې وزارت دشميرنو له مخې ،په ټول هېواد کې شپاړلس زره دوه سوه دولتي ښوونځي ، اووه اعشاريه دوه مليونه تنه زده کوونکي او دوه سوه دوه زره  شپږ ديرشو تنه  ښوونکي شته .
د پوهنې وزارت وياند مجيب مهر داد وويل  ( دپوهنې وزارت دهېواد دښوونکو دژوندانه دښه والي او دپوهنې دودې په خاطر  هراړخيزې هلې ځلې کوي خو طبيعي ده چې دپوهنې وزارت دخپلو امکاناتو په چوکات کې کولاى شي کار وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته