امنیت

د صاعقه حصارک په عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د صاعقه  حصارک د ګډو پوځي عملياتو په دوام نن د هوايي ګوزارونو له امله اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د امنيتي ځواکونو ګډ عمليات د ملي پوليسو، د عامه نظم د پوليسو او د سيمه ئيزو پوليسو او د دريمې پلې لوا د منسوبينو  په ګډو هلوځلو سره د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندانۍ په مشرۍ په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې دوام لري.
د دغو عملياتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د لګلي او ميدانک  په ساحوکې دهوايي ګوزارونوله امله اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
ديادونې وړ ده چې د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان  او مالي تاوان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته