کابل/ د وري٣١مه / باختر
د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ د کابینې د سياسي کمېسيون په غونډه کې د ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د ستونزو او اختلافاتو پر حل خبرې وشوې.
د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په غونډه کې په بېلا بېلو مسایلو په ځانګړي ډول له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره د وروستیو اختلافاتو اوکړکېچونو په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې او اختلافات باید له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل شي.
د کمېسیون غړو څرګنده کړه، چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاو تریخوالي او لانجو دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پربنسټ د اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خوست ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د هوايي برید په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ باید نور د افغانانوصبر ونه ازمایي، هغه خبرداری ورکړ چې د دغه شان پیښو تکرار به ناوړه پایلې ولري.
مجاهد تر دې مخکې له ايراني چارواکو غوښتي و چې په هغه هېواد کې دې د افغان کډوالو د ځورولو مخه ونيسي.
\ ذ