امنیت

د پکتيکا ځوانانو له امنيتي ځواکونو سره ملاتړ اعلام کړ.

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ۲۶ مه
په پکتیکا کې له امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ او ستاینې په موخه غونډه جوړه شوه، چې د دولتي چارواکو او د مدني فعالانو په ګډون د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو سلګونه ولسونو په کې برخه اخیستې وه.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د افغان امنیتي ځواکونو د کړنو او کارنامو د ستاینې تر څنګ د مخالفینو هغه بریدونه وغندل شول چې له امله يې سلګونه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتیکا د متحدې  شورا مشر انجینر شېرمحمد فیضي د مخالفینو له خوا په بلخ کې د ملي اردو ځواکونو پر مرکز او په کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې افغانان باید د خپلو امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي، تر څو یې مورال لا لوړ او نور هم په پوره مېړانې سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم پکتیکاوالو د دغه ولایت په مرکز ښرنه او د ارګون، خیرکوټ او بېلابېلو ولسوالیو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ او ستاینې غونډې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته