کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګونې، د کرونا او پولیو ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز د افغان روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته په اشارې، ویلي دي: د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او موږ په افغانستان کې ډېره زیاته بشري قوه لرو چې اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.
په کابل کې د چین سفیر هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په روغتیايي برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
73 1 دقیقه لوستل