امنیت

په سنګين ولسوالۍ کې له لاسه وتلي پوستې بيرته ونيول شوې .

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دهلمند ولايت مقامات وايي  دسنګين په ولسوالۍ کې  هغه امنيتي پوستې  چې پرون  دوسله والو طالبانو  لاس ته ورغلي وې  ، بيرته  ترلاسه کړي دي .
د٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال  جنرال غلام فاروق پرواني دباختراژانس خبريال ته وويل  په هغو عملياتو کې  چې تيره شپه  دملي اردو  دځواکونو له خوا دسنګين ولسوالۍ  دامنيتي پوستو  په شاوخوا کې ترسره شول  له لاسه وتلي  امنيتي پوستې  بيرته ترلاسه شوي .
د هلمند دولايتي مقاماتو او دسنګين ولسوالۍ  دخلکو دڅرګندونوله مخې ، وسله والو طالبانو دولسوالۍ دمقام شاوخوا پوستې  کلابندې کړې وې  او بازار ته  ننوتي و ،
د٢١٥ ميوند قول اردو  مرستيال وويل  چې اوس  دولسوالۍ  مرکز ته څيرمه  جګړه روانه ده  او په سيمه کې  لاتراوسه پورې  دطالبانو دپلټنې لپاره  عمليات دوام لري .
  پرواني زياته کړه چې  په سنګين ولسوالۍ کې  په جګړې سره  دموسي  کلا په ولسوالۍ کې هم عمليات  پيل شوي  او  زياتې سيمې  دوسله والو طالبانو  له شتون څخه پاکې شوې دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو عملياتو په بهير کې يو زيات شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي چې دقيق شمير يې معلوم نه دي .
ده دغه راز  په دغو عملياتو کې  دملي اردو ځواکونو ته  دمرګ ژوبلې اوښتل  هم تاييد کړل .     ختم_ ف _ اکرم
دقندهار ولايت  په ميوند ولسوالۍ کې  درې تنه  له يوې اندازې  جنګي وسايلو سره  ونيول شول .
٤١-کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
  دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .
  دقندهار ولايت  دمقام  دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جنګي وسايل  تيره شپه  دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دافغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې کشف او ترلاسه شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو وسلو کې  ډول ډول  وسلې دتوغنديو ماينونه  ، ډول ډول ماينونه ، لس موټرسايکلونه او يو سراچه موټر شته .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند  درې تنه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته