نړۍ

په پاکستان کې دځانمرګي بريد له امله دڅلورو تنو وژل کيدل .

کراچې  باختر د ثور څلورمه :
  دپاکستان په کراچۍ ښار کې نن سهار دځانمرګي بريد له امله دپوليسو ديوه جګپوړي افسر په ګډون څلور تنه ووژل شول .
باختراژانس دپاکستان دجيو تلويزيون له خولې خبر راکړ چې دغه بريد دکراچۍ ښار دسبو يوه پخواني  مارکيټ ته څيرمه وشو او په هغه کې دپولسيو افسر شفيق تنولي له خپلو دوو تنو دوستانو سره چې په يوه دوکان کې ناست و ، ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول
ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې لومړني تحقيقات ښيي چې دغه بريد ځانمرګي و او يرغلګر پنځلس کلن يا شپاړلس کلن و .
شفيق  تنولي دمواچ ګوت  دسيمې دپوليسو دمرکز آمر و او د يقينس په ساحه کې په يوه کور دغير قانوني بريد له امله يې رتبه تنزيل شوې وه او دنده يې تعليق شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته