مهترلام باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
د لغمان ولایت مرکزمهترلام پورې اړوند د قرارګاه د کلي د سولر د اوبو رسولو شبکې د پروژې قرارداد د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير امان الله مياخيل له لوري د يادې سيمې د سيمه ييزې شورا سره لاسليک شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس پر وينا دغه پروژه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د درې ميليونو ١٩٢ زره افغانيو په مالي لګښت چې په سلوکې لس ونډه په کې د سيمې اوسېدونکو په غاړه ده، چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې ترسره شي، چې په جوړېدو سره به يې (۳۰۰) کورنۍ د پاکو اوبو له استعمال څخه برخمنې شي.
نوموړي په خپلو خبروکې وويل چې دغه پروژه د سيمې د اوسېدونکو له لوري انتخاب شوی او مصرف يې هم د اړوندې سيمې د سيمه ييزې شورا له لوري ترسره کېږي.
ياده دې وي چې دا مهال په مهترلام بابا زيارت کې هم د ورته پروژې چارې روانې دي چې په نږدې راتلوونکې کې به يې چارې پای ته ورسېږي او زيارت کوونکو ته به د څښاک اوبه برابرې شي. #
0 1 دقیقه لوستل