کابل باختر د زمري د مياشتې ١٥ :
شپږ تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانوسر ه په نښته کې ووژل شول .
په دغوطالبانو نن سهار دکوهستاناتو ولسوالۍ په لاره کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې له کليوالي اوسيدونکو څخه دجزيې په ډول پيسې راټولې کړي .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په طالبانوپه بريد سره ددوى له خوا له خلکو څخه دجزيې دراټولولو مخه ونيوله .
ديوبل خبر له مخې: درې تنه ماين ښخوونکي په سرپل ولايت کې دپوځيانو د ډزو له امله ووژل شول .
په دغوطالبانوتيره شپه کله يې چې غوښتل دسرپل ښار ته په غځيدلي سړک ماين ځاى پرځاى کړي ډزې وشوې .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ يومقام وايي چې په دغو ډزو کې درې واړه ماين ښخوونکي ووژل شول او يوه اندازه ماينونه يې ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل