کابل باختر دمرغومي ديرشمه :
اووه تنه وسله وال طالبان نن سهار په فارياب ولايت کې دپوليسو له ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ د ارکيک په کلي کي رامنځته شوه چې په نتيجه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې دڅو تنو طالبانومړي له وسلو سره يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي . او نور يې تښتيدلي دي .
ختم_ ج – اکرم