امنیت

خبرتیا

کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :  
د ملي دفاع وزارت خبرتیا !
د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د ملي اردو د هوایي ځواکونو د ظرفیتونو د بشپړتیا او لوړتیا د ساتنې په موخه د بریدملۍ په کورسونو کې د  دولسمو – څوارلسمو او ملکي پوهنتونونو نارینه او ښځینه فارغان د څلورمې دورې لپاره مني .
په شرایطو برابر کسان کولای شي د اعلان له خپریدو څخه د تلې د میاشتې د تر ۷ نیتې پورې د مرکز اړوند د جلب او جذب قوماندانیو ته ور شي .
د شمولیت شرطونه :
•  د تابعیت د تذکرې در لودل
• د دولسم ټولګي سند چې ۳ کلنۍ نمرې یې د ۷۰سلنې نه کمې نه وي 
• داوطلب د سالمې او بشپړې روغتیا او فزیکي غښتلتیا خاوند وي او په مخدره توکو اخته نه وي .
• د  داوطلب عمر د ۱۸ کلونو نه تر  ۲۶ کلونو پورې و ي.
• په انګلیسي ژبې بلدیت ولري.
•  د شهیدانو ورثه وو ته د لومړیتوب حق ورکول کیږي .
یادونه: د تحصیل په موده کې مدد معاش هم په نظر کې نیول شوی دی.
د لومړي امتحان د آزموینې نیټه د جلب او جذب قوماندنیو د مسوولینو له خوا د نوم لیکنې پر مهال داوطلبانو ته ویل کیږي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته