امنیت

لس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د لړم لومړۍ/باختر
لس وسله وال طالبان په قندهارکې له پوځيانو سره په جګړوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په ميوند ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نښتوکې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې پر دغو طالبانو کله چې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريدونه وشول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، په نښتوکې د وسله والو طالبانو څلورو پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
د يوبل خبر له مخې:
د طالبانو د جنګي وسايلو درې زېرمې په قندهارکې کشف شوې.
دغه زېرمې په خاکريز او سپين بولدک ولسواليو کې د طالبانو پرپټنځايونوکې ساتل کېدې.
د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له دغو زېرمو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل، ماينونه او بمونه ترلاسه شوي دي.
ختم – سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته