کابل باختر د کب دمياشتې ٢٠ :
دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډيرغليز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې اته تنه ډاراچوونکي ووژل شول ، اووه تنه ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات دلغمان ،کاپيسا ، خوست ، پکتيا، قندهار ، روزګان ، هرات ، بغلان اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې دهوايي اوتوپچي ځواکونوپه ملاتړ ترسره شول.
ديوبل خبرله مخې : د غبار_ ٧ عمليات په دوام چې دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دښه امنيت دتامينولو ، ددولتي واکمنۍ دټينګښت او دډاراچوونکو دبشپړ له منځه وړلو په مقصد ترسره شول يوتن ډارا چوونکې ووژل شول اويوتن بل يې ټپي شو.
1 1 دقیقه لوستل