کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر
په فراه کې زیات شمېر ښځو او نجونو زده کوونکو په سوله ییز لاريون کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د فراه په مرکز کې ګڼ شمېر میرمنو او د ښوونځيو زده کونکو د زراعتي بانک له څلورلارې څخه د ولایت مقام تر دروازې پورې لاریون وکړ او د اسلامي امارت له حاکم نظام څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
دغو لاريون کوونکو د دموکراسۍ پلوه فعالینو پر وړاندې د مرګ شعارونه ورکول او د اسلامي امارت پر مسولينو ېې غږ وکړ چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د دوی حقوق خوندي کړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو ذهنونه د غرب طلبو کسانو په مټ ګډوډ کړي.
په ورته وخت کې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي صادق وویل چې د هېواد د ښځو مشروع غوښتنې په پام کې نيول شوي دي او هغه به په دغه ولايت کې د ښځو د شرعي حقونو لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
هغه زیاتوي چې اسلامي امارت نظام کې ټولې میرمنې د زده کړې، مدني حرکتونو او مشروع آزادۍ حق لري.
ن/ر