ټولنه

د چاربرجک ولسوالۍ خلکو غنم ترلاسه کړل

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
١٢٧ ټنه غنم پرون د نيمروز ولايت د چاربرجک ولسوالۍ په خلکو وويشل شول.
دنيمروز والي انجنير محمدسميع  د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه غنم دهندوستان هېواد په مرسته دنيمروز ولايت دچاربرجک ولسوالۍ په خلکو  وويشل شول.
د نيمروز والي وويل چې د نيمروز  ولايت سيمه ييزحکومت د دغه ولايت  د خلکو ستونزو ته د پاملرنې لپاره مکلف دي او د دغه سيمه ييزحکومت په کاري لومړيتوب کې  له خلکو سره  مرسته  ده او هيله ده چې د غنمو ويش د چاربرجک  ولسوالۍ د اړو خلکو زياتره ستونزې لرې کړې وي.
پخوا هم ۵۰۰ ټنه غنم د هندوستان هېواد له خوا دکنګ او چغانسور ولسواليو په خلکو ويشل شوي دي.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته