ښوونه او روزنه

دبدخشان ممتاز ښوونکې وستايل شول .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
دبدخشان ولايت ممتاز ښوونکې نن  وستايل شول .
دبدخشان ولايت دښوونځيو دوه شپيتو تنو ښوونکو ته  لومړى  دويم  او دريم
درجه ستاين ليکونه ورکړل شول .
دبدخشان ولايت دپوهنې رييس شمس الله باختر آژانس ته وويل  :
دغه ښوونکې دولايت په کچه  ددغه ولايت دمرکز او داړوندو ولسواليو دليسو دمديرانو او دپوهنې رياست دپلټنې دکميسون له څيړنې وروسته چې له ځانه  يې وړتيا او لياقت ښودلى و  او له پروګرام سره سم خپل درسي بهير پرمخ بيولى دى دپوهنې دوزارت له خوا وستايل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته