کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
دملګروملتو دسازمان دماشومانو دملاتړ صندوق ددايکندي ولايت دعامې روغتيا له رياست سره ددريو امبولانسونو مرسته وکړه .
په دايکندي کې ديونيسف دولايتي دفتر مسوول محمدجواد افضلي دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغو امبولانسونو دمرستې هدف له لرې پرتو سيمو څخه دعاجلو ناروغانو په تيره بيا دميندو او ماشومانو ليږدونه ده .
ددايکندي ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر سيد اسحق حسني وايي چې ددغو دريو امبولانسونو ټوله بيه يوسلو شلو زرو ډالرو ته رسيږي .
ده وويل چې تراوسه پورې دامبولانسونو دنه شتون له امله دامبولانس پرځاى دفلانکوچ موټرونو څخه کار اخستل کيده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ